ایکنانیوز دعرب نیوز له قوله راپورراکړ، په دغو دستورو کې دپاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د اسلامی نړۍ د اتحادئې عمومی منشي محمد بن عبدالکریم العیسی او په پاکستان کې د عربستان سفیر نواف بن سعید الملکي شتون درلود.
شهباز شریف په دغو دستورو کې په خپلې وینا کې ووئيل، دغه میوزیم له بهر څخه له اسلامه له ویرونې سره له مقابلې او د حضرت محمد مصطفی(ص) د ژوند اوتعلیماتو په باب د پوهې له پراختیا سره مرسته کوي.
هغه ووئيل،د نبوي سیرت میوزیم نه یوازې د حضرت محمد مصطفی(ص) د ژوند، شخصیّت او تعلیماتو په باب پوهه زیاتوي، بلکې خلکو ته هم زده کړې ورکوي، چې څرنګه ژوند وکړي او له نورو سره خپلې اړیکې څرنګه ښئې کړي.
د پاکستان لومړي وزیر همداراز د اسلامی نړۍ د ټولنې له عمومي منشي څخه له پروژې څخه دهغه دملاتړ او لارښونو په دلیل ستاینه او قدرونه وکړه .
دغه پروګرام پاکستان ته د العیسي د نهه ورځني سفر یوه برخه وه چې د دینونو ترمینځ د غږملتیا د پياوړتیا په موخې سره ترسره شوی دی . العیسی دغه هیواد ته پخپل سفر کې په دغه هیواد کې د روژې دمبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر لمونځ هم د اسلام اباد په فیصل جومات کې ادا کړ، هغه د اختر په خطبو کې له مسلمانانو وغوښتل څو فلسطینیان پخپلو دعاګانو کې هیر نه کړئ ،العیسي همدرااز پخپل عملی کړچار سره د اسلام د حقیقي څيرې په ښودلو کې د مسلمانانو پر مسئولیّت ټينګار وکړ.